BBC News, پښتو - کور پاڼه

د افغان کلیوالو ښځو ژوند کې څومره بدلون راغلی؟

نن ( د اکتوبر ۱۵ ) د نړۍ لر او بر کې د کلیوالو مېرمنو نړیواله ورځ یادیږي، که څه هم افغانستان کې د کلیوالو مېرمنو د ژوند ښه کولو لپاره بیلابیل کارونه شوې او په کلیوالو سیمو کې ځینې روغتیايي اسانتیاوې هم رامنځته شوي خو افغان کلیوالې ښځې لا هم له کړاوه ډک ژوند تېروي او له خپلو حقونو نا خبره دي.

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

  • هلمند کې جګړه شپږمې ورځې ته وغځېده

    په هلمند کې دولتي چارواکي وایي، چاڼیز عملیات یې پیل کړي او ادعا کوي چي نادعلي ولسوالۍ کې یې پرمختګ هم کړی دی، خو طالبانو هلمند کې د جګړې د دوام په اړه څه نه دي ویلي. د ناوې او نادعلي ولسوالیو ځینو برخو کې لاهم جګړه روانه ده او د جګړې دواړه غاړې یو پر بل ګوزارونه کوي.

  • امرالله صالح: طالبان له ۹ میاشتو راهیسې هلمند کې برید ته تیارېدل

    د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د جمعې په ورځ( د اکټوبر ۱۶) وویل، وسلوال طالبان هلمند کې له نهو میاشتو راهیسې پراخ برید ته تیارېدل. له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، له هغه چا سره سوله غواړي چې ځان افغان بولي او د افغانستان خلکو ته درناوی کوي.

وزیرستان او ګوادر کې پر پاکستاني پوځ بریدونه؛ د ۱۴ سرتېرو په ګډون ۲۱ کسان ووژل شول

په شمالي وزیرستان او د بلوچستان په ګوادر سیمو کې پر پاکستاني پوځ د وسلوالو بریدونو کې د یو افسر په ګډون ۱۴ سرتېري وژل شوي دي.‌ د شمالي وزیرستان برید مسئولیت پاکستاني طالبانو منلی دی، او د (براس) په نامه د بلوڅ بیلتونپالو وسلوالې ډلې ویلي چې د ګوادر برید دوی کړی.

له کنګل تابوته ژوندی ژغورل شوی سړی ومړ

هغه هندی مړ شوی، چې له دې مخکې د مړینې ګومان پرې شوی و او له یخچاله ژوندی راایستل شوی و. د تامل ناډو ایالت یوه شخصي روغتون ډاکتر د دوشنبې پر ورځ ۷۴ کلن بالاسوبرمانیم مړینه تایید کړې وه او په یخچالي تابوت کې اېښودل شوی و.

امریکایی کرېکټ لوبغاړی: غواړم د راشد خان په څېر وځلېږم

علي خان لومړنی امریکایی لوبغاړی دی چې د کولکته نایټ رایډر له لوري یې د هند غوره لیګ کرېکټ سیالیو (ای پي ایل) کې برخه اخیستې. دی د امریکا کرېکټ او په هغه کې د خپل رول په هکله وايي: ''راشد خان د افغانستان لپاره وکړل، زه کولای شم په امریکا کې یې د کرېکټ لپاره وکړم.''

کورونا وېروس تر ۲۸ ورځو د موبایل پر سکرین، بانک نوټونو او نورو سطحو ژوندی پاتېدلی شي

څېړونکي وايي، د کورونا وېروس پر بانکنوټونو یا پېسو، د موبایل پر سکرين او له سټيل جوړو شویو توکو باندې تر ۲۸ ورځو پاېدلی شي. د اسټرالیا د ساینس ملي ادارې موندنې ښيي، دا وېروس تر هغه ډېر ژوندی پاتېدلی شي چې فکر کېده.

پاکستان کې د خوراکتوکو بیې ولې لوړې شوې؟

پاکستان کې د ګرانۍ کچې مالومولو حکومتي اداره وايي، سپټمبر کې ۹،۰۴ سلنه ګراني زیاته شوې، خو اګسټ کې یې دا سلنه ۸،۰۲ ښودلې وه.

نوی ایفون ۱۲ کوم کمالونه لري؟

د امریکا تکنالوژي شرکت اپل له یو څه ځنډ وروسته د خپل مشهور ګرځنده یا موبایل ټیلیفون ایفون نوې بڼه - ای فون - ۱۲ بازار ته وړاندې کړی دی. دغه ماډل د یاد شرکت لومړنی موبایل دی، چې د پنځه - جي تکنالوژي پر مټ به فعالیت کوي.

د پښتو لومړنۍ ریکارډ شوې سندره او هغه سندرغاړې چې د سړیو کالیو کې يې سندرې ویلې

د پښتو لومړنۍ ریکارډ شوې سندره او هغه سندرغاړې چې د سړیو کالیو کې يې سندرې ویلې

ځانګړې پاڼه: د افغان سولې بهير

دا پاڼه افغان سولې ته ځانګړې شوې ده. د بي بي سي پښتو په دې پاڼه کې له طالبانو سره د سولې په اړه شننې، ګڼ ځانګړې مطالب او خبرونه موندلی شئ.

  • د هلمند ځايي کډوال د انځور په ژبه

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما ویلي، د هلمند درې ورځنۍ جګړه کې شاوخوا ۳۵ زره کسان له خپلو مېنو کوچېدلي او مرکز لښکرګاه ته یې پنا وړې ده.

  • دعکسونو ګالري, نيمروز کې د هنري او لاسي توکيو نندارتون

    د نیمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې ګالري او د لاسي توکيو نندارتون جوړ شوی و چې بېلابېل هنري او په لاس ګنډل شوي خامکي توکي په کې نندارې ته وړاندې شوي وو.

  • تېره اونۍ په تصویرونو کې

    د نړئ په لر او بر کې تېره اونۍ د یو شمېر مهمو پېښو انځوریز رپوټ.

  • تېره اونۍ د انځور په ژبه

    د نړۍ له لر و بره دا انځورونه د سپټمبر له ۵ تر ۱۱ پورې راغونډ شوي دي.

افغانستان کې بانکوالي او مالي سیستم

په دې ځانګړې پاڼه کې د افغانستان بانکي سیستم، حوالې او صرافي ته کتنه شوې ده.

واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

د راډیولپاره ښه غږ څه ډول وي؟

ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ دخلکو خوښیږي او د ځینو نورو ېې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږڅنګه کیداې شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډمي یوه مسوله مدیره کیتی لوګن پدې هکله هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو ېې زیات شمیرخلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږیږي.